د هرات او بادغیس ولایتونو له زندانونو څخه څه باندې (۵۲۸) تنه زندانیان او محجوزین خوشې شول
د سترې محکمې د عالي مقام او د جنوب غرب زون د تمیز لوی ریاست په سپارښتنه او د هرات او بادغیس ولایتونو د مرافعې محکمو د ریاستونو په وړاندیز د جنوب غرب زون د پلټنې یوه درې کسیز پلاوي ته دنده سپارل شوې وه چې د یادو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه، د زندانونو او زندانیانو وضعیت له نږدې وارزوي چې د نوموړي پلاوي له لوري په دې ارزونه کې معلومه شوه چې د هرات او بادغیس د زندانونو ودانیو ته د زلزلې له امله زیان رسېدلی او د نړېدو خطر لري نو د زندانیانو د خوندیتوب په موخه د (۵۲۸) زندانیان چې ۱۱۳ تنه ښځینه ۵ تنه محجوزینو په شمول هغه زندانیان چې حق العبدۍ مسوولیت يې نه درلود، د خپل قيد ډېره موده يې تېره او د اصلاح نښې په کې ليدل شوې وې نوملړ یې ترتیب او د جنوب غرب زون د تمیز د عالي مقام په سپارښتنه د یادو ولایتونو له زندانونو څخه خوشي شول.
د یادونې ده چې د یادو ولایتونو له زندانونو څخه د خوشې کېدو دا لړۍ دوام لري.
ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
