د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی ریاست پلاوي سره ولیدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۷:۲۹
د رهبري پلاوی

 د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو  مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" هم شتون درلود، د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه‌الله) د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې له لوی ریاست څخه راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

یاد پلاوی د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هـبة‌الله "اخندزاده" (حفظه‌الله) ۱۴۱۲ ګڼه حکم ۱۴۴۵/۲/۱ نېټې د توشیح شوي فرمان پر اساس، محترم مولوي محمد بشیر "رحیمي" په مشرۍ څو کسیزه پلاوي معرفي شوي وو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د فرمانونو احکامو د تعقیف او نظارت په اړه خپلو څارنو او راتلونکو پلانونو راپور يې د یادې ادارې له رهبرۍ سره شریک کړ.

په دې ناسته کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس نوموړي پلاوي ته خبرو کې وویل چې د ا.ا.ا د عالیقدر مشرتابه (حفظه‌الله) له لخوا راغلو فرمانونو څخه مو تل اطاعت کړی او د تطبیق په برخه کې یې هر راز مرستو او همکاریو ته چمتو یو.

همدا راز، محترم مولوي مستري زیاته کړه،«ا.ا.ا له خوا چې موږ ته کوم فرمانونه، حکمونه او هدایاترارسېږي دغه اداره یې پر خپل وخت اجرات کوياو راپور یې اړوندو مراجعو ته رسوي».

 

 

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

BACK TO NEWS