د کابل مرکزي توقیفخونې پرسونل لپاره د کمپیوټر زده کړې پیل شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۵:۱۰
توقیف

د یاد ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وايي، په دغو زده کړو کې چې د مایکروسافټ افیس له ډلې د ورډ  او اېکسل پروګرامونه او د وېنډوز نصبولو یا انسټالېشن شامل دي، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د مجربو ښوونکو له خوا د دې توقیفخونې ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوي دي.

د هغه په خبره، که څه هم نوموړي پرسونل پخوا هم په دې برخو کې پوهاوی لره، خو د ځینو ستونزو له کبله ترې نیمګړی پاتې و  چې اوس به په دې زده کړو سره هغه بشپړ شي.

داراز، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د مسوولینو په وینا د کمپیوټر زده کړو دې بهیر لپاره یې له رسمياتو وروسته وخت ټاکلی، څو یې ګډونوال وکولی شي په رسمي وخت کې خپلو اړوندو چارو ته ورسېږي، هم له رسمیاتو وروسته په زده کړو کې برخه واخلي، هم له دې لارې د چارو په کمپیوټري کولو ښه پوه او هم  وطن او ملت ته د خدمت جوګه شي.

محرم الحرام ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

BACK TO NEWS