د زندانو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له استازو سره ولیدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۸:۵۴
امر بل معروف

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" تېره ورځ د نوموړي وزارت له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او پر ځینو اړوندو مسایلو  یې بحث وکړ او تر هغې وروسته په ګډه د څرخي پله مرکزي زندان ته ولاړل، هلته یې له مسوولینو او پرسونل سره د زندانیانو لپاره د دیني زده کړو بهیر ارزونه وکړه. 
داراز، د زندانو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او د یاد وزارت استازو د دغه زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل او نوموړو استازو هغوی ته توصیه وکړه، څو  د تل په څېر خپل ځانونه په نبوي(ص) سنتو برابر، پینځه وخته لمونځ په جماعت ادا، ښه کارو نه ترسره او په راتلوونکې کې د قانون او د ټولنې د نظم خلاف اعمال ترسره نه کړي.
په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د امر باالمعرف او نهي عن المنکر وزارت استازو ته ډاډ وکړ، چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې او د عوت او ارشاد ریاستونو په هڅو  د دیني او عصري زده کړو، عقیدتي، فکري او فرهنګي درسونو بهیر له څو میاشتې راهیسې روان دی او د دې ادارې پرسونل او زندانیان ترې برخمن دي او ورسره د ادارې نظامي معاونیت هم د اسلامي شریعت په پلې کولو کې پوره وڼده لري، چې د نوموړي وزارت استازو له یاد بهیر څخه د خوښۍ په څرګندولو، د زندانیانو لپاره د زده کړو او ښو خدمتونو وړاندې کول ګټور ګام وباله او له زندانیانو یې و غوښتل، څو ترې ښه استفاده وکړي او د بند مودې تر پایته رسېدو  وروسته یې پر مټ ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه د ښه خدمت جوګه شي.

محرم الحرام ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

BACK TO NEWS