د کابل ولایت د نشه یي توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره پايته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۳:۱
noori

دغه دوره، چې څه موده وړاندې د څرخي پله د نشه یي توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس د ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوې وه، نن(چهار شنبې) يې له برخوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په توګه پر ازموینې اخیستو پايته ورسېده.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په دې اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال دا ازموینه د پرسونل د هڅونې په موخه ګټوره وبلله او زیاته يې کړه، د خوښۍ ځای دی چې تاسو په دومره لیوالتیا خپلو  دینی زده کړو ته دوام ورکوئ ان شاءالله د علم په ډیوه به مو هم دنیا او هم اخېرت دواړه رڼا شي. 
داراز، محترم سادات ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به په راتلونکې کې ورته نور پروګرامونه هم پلي کړي‎.
په ورته وخت کې، د نوموړي محبس ملکي او نظامي پرسونل هم د فقهي زده کړو د بهیر له عملي کولو څخه خوښي وښوده او له یادې ادارې یې د نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

محرم الحرام ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS