د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو یو شمېر مسوولینو ته د محجوزینو اړوند دوه ورځینی ښوونیز سیمینار جوړ شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۴:۴۲
یو ان

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف له خوا نن(یکشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې یوشمېر امرینو او مدیرانو ته د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ماشومانو لپاره د عدالت، ښوونې، پاملرنې، مراقبت او له مرکز څخه د راوتلو او له ټولنې سره یې د بیا یوځای کېدو اړوندو مسایلو د څرنګوالي په هکله د ادارې د کارکوونکو د وړتیا لوړلو په موخه دوه ورځینی ښوونیز سیمینار جوړ شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د یاد سیمینار د پرانیستونکې وینا پرمهال په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله " اخلاص"، کابل کې د یونیسف دفتر د ماشومانو متخصصین محترم یوچیرو یوماماتو، محترم سمېع "هاشمي" او بشیراحمد "بشارت" هم شتون درلود نوموړی سیمینار د ادارې د چارو د ښه پر مخ وړلو او د پرسونل د وړتیا لوړلو لپاره ارزښتمن وګڼه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په سیمینار کې دې له زه کړو مسایلو او ترلاسه کړو معلوماتو څخه د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د محجوزو ماشومانو د ښې ساتنې لپاره ډېره ګټه واخلي.
داراز، کابل کې د یونیسف دفتر د ماشومانو د ساتنې متخصص ښاغلي یوچیرو یاماماتو (Yuichiro Yamamoto) د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه مننه وکړه، چې د محجوزینو ماشومانو د حقونو رعایتولو، د هغوی ښې پالنې او ساتنې په برخه کې ورسره پوره همغږي لري.
ښاغلي یاماماتو زیاته کړه، چې یونیسف له دغې ادارې سره اوږد مهالې همکارۍ ته ژمن دی او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکې کې به د ولایتونو د اصلاح او روزنې مرکزونو مسوولینو ته هم د ورته سیمینارونو له لارې د محجوزینو ماشومانو په اړه عامه پوهاوی او ښوونه وکړي. 
د زندانونو چارو د سمون اداره، د اصلاح او روزنې مرکزونو د ماشومانو د ښې روزنې او اصلاح لپاره د همکارو موسسو او بنسټونو ورته همکارۍ ستايي او د هغو د دوام هیله لري. 

ذوالحجه ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS