د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونيت نوي ارکان رئیس په کار پیل وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۶:۴۴
معرفی

د دغې ادارې د رهبرۍ په غوښتنه او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ محترم مولوي اسدالله "مولانا" د پاسوال په بست کې د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په توګه وګوماره او نن(یکشنبې) یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د یادو مراسمو پر مهال، چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "اخندزاده" او د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو، امرینو او مسوولینو هم شتون درلود وویل، د کارکوونکو ادلون بدلون د اداري چارو یو اصل دی او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ لپاره ترسره کېږي.
داراز، محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زه هیله مند یم چې محترم مولانا به ترخپل لاس لاندې پرسونل سره ښه چلند کوي او له حاله به یې ځان تل خبروي او ستونزو ته به یې رسېدنه کوي، همداشان د ده پرسونل ته له ده څخه د اطاعت او همکارۍ توصیه کوم».
په ورته وخت کې، د ادارې د نظامي چارو معاونيت نوي رئیس ارکان محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" هم د يادو مراسمو پرمهال خبرو کې ژمنه وکړه، چې نوی ورسپارل شوی مسئولیت به په پوره امانتوالۍ او اخلاص سرته رسوي او د ادارې د نورو مسوولينو په همکارۍ او ګټورو مشورو به خپلې هلې ځلې لا زياتې کړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ادارې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نوي مسلکي کسان وګوماري او پرمټ یې د زندانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او مناسب خدمتونه وړاندې کړي.

شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

په خوست زندان کې د ۱۱ عشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بلاک دوهم منزل د جوړولو چارې پیل شوې

د یاد بلاک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي محبوب شاه "قانت"، د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ الحدیث افضل حسین "حسیني"، د خوست زندان امر محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

د پکتیکا والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د پکتیکا والي محترم   الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

BACK TO NEWS