د ا.ا.ا. د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی رياست يوه پلاوي د بامیان ولايت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۳:۵۴

د نوموړې ادارې د نظامي څارنې رئیس محترم مولوي عصمت الله "محمدي" په مشرۍ يوه پلاوي د بامیان ولایت له زندانه لیدنه وکړه او د دې زندان له رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او یو شمېر مسوولینو سره يې د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې. همداشان، پلاوي د بامیان ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال په دغه زندان کې د یادو فرمانونو د پلي کولو د ارزونې ترڅنګ، د خوشې شویو زندانیانو دوسیې هم وڅېړلې او د هغو له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، د نظامي څارنې رئیس محترم مولوي عصمت الله "محمدي" په مشرۍ بامیان ته تللي پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونه یې په شفافه او منظمه توګه پلي کړي او د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې یې عدالت په ښه توګه ټینګ کړی دی. د زندانونو چارو د سمون ادارې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د یادو صادرېدونکو فرمانونو تعقیب او پلي کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې یې تل له عدالت او شفافیت څخه کار اخیستی دی او په راتلونکې کې به هم د دې مسئولیت ښه ترسره کولو ته په پوره رېښتينولۍ دوام ورکوي. شوال المکرم ۱۲/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ د فوټسال ټورنمنټ د نهم بلاک د لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ټول شموله ورزشونو امریت په تخنیکي همکارۍ د نوموړي محبس د (۷). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (زابل، هرات، بادغیس، پروان) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان امر ملا حکمت الله خطاب او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو. . .

BACK TO NEWS