د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي پرسونل لپاره د شپې لېسه پرانیستل شوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۶:۳۲
توقیف

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو د دغې ادارې هغو نظاميانو لپاره، چې له زده کړې لرې پاتې شوي دي د شپې لېسه پرانیستل شوه.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په داسې حال کې، چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادت" او یوشمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل ګډون درلود په خبرو کې وویل: « د دې لېسې له پرانیستلو څخه د ادارې د رهبرۍ هدف ټول پرسونل په ځانګړې توګه امنیتي او نظامي پرسونل ته د زده کړو د لازمې زمینې برابرول او د علم په ګاڼه باندې د دوی سمبالېدل دي، څو یې پرمټ وکولی شي هېواد او هېوادوالو ته د ښه خدمت وړتیا ترلاسه کړي».
په ورته وخت کې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادت" هم د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال له نظامي پرسونل څخه و غوښتل، چې په دغې نوې جوړې شوې شپې لېسه کې په شاملېدو او له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د زده کړې له نعمته ځانونه برخمن کړي.
هغه زیاته کړه، « موږ په دې لېسه کې ګډونکوونکو زده کوونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو هغه مجاهدین چې د ورځې په لړ کې په دندو بوخت دي و کولی شي د ورځې له خوا خپله دنده او د شپې له خوا زده کړه وکړي».
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، چې د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېلې ښوونیزې برنامې عملي، یاد پرسونل په ښه علمي روحیه سمبال او له دې لارې یې ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځوي.

شوال المکرم ۱۰/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS