د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو مسوولینو لپاره د پلان جوړولو اړوند یو ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۴:۲
ورکشاپ پلان و پالیسی

د یاد ورکشاپ په ترڅ کې، د ادارې د مرکزي ریاستونو رئیسانو، امرینو او استازو ته د یو واحد فارمټ پر بنسټ د کلني پلان جوړولو، د هغې د موخې، ارزښت او بېلابېلو مربوطه مسایلو په هکله ګټور معلومات او پوهاوی ورکړل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو د پرانیستونکې وینا پرمهال په داسې حال کې، چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د یو شمېر مرکزي ریاستونو او نظامي برخو محترمو رئیسانو، امرینو او استازو ګډون درلود وویل، د ورکشاپ ټول ګډونوال باید د پلان جوړولو اړوند معلوماتو او پوهاي ته ښه ځیر شي، له مخې یې د خپل ریاست او برخې کلنی پلان ترتیب کړي او که څوک یې په ترتیبولو کې ستونزه لري له نورو څخه دې زده کړي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د پلان جوړولو په هکله د دې یو ورځيني روزنیز ورکشاپ ګډونوالو هم د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، دوی به په دې ورکشاپ کې ترلاسه کړو معلوماتو او پوهاوي پرمټ وکولی شي خپل کلنی پلان په ښه او مناسبه توګه ترتیب او جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا. د چارو ادارې له خوا د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالېسۍ او څار او ارزونې برخو رئیسانو ته د پلان جوړولو د څرنګوالي او ریپوټ ورکولو اړوند یو ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ او په کې یادو رئیسانو ته سپارښتنه شوې وه، څو د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره خپل پلان جوړ او دوی ته وسپاري.

شعبان المعظم ۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

په خوست زندان کې د ۱۱ عشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بلاک دوهم منزل د جوړولو چارې پیل شوې

د یاد بلاک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي محبوب شاه "قانت"، د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ الحدیث افضل حسین "حسیني"، د خوست زندان امر محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

د پکتیکا والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د پکتیکا والي محترم   الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

BACK TO NEWS