د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کابل ولایت له توقفخونې لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۴:۸
توقیف خانه کابل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د ادارې د یوشمېر رئیسانو په ملتیا د کابل ولایت د توقیفخونې وضعیت وارزاوه او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو سلا مشورې او خبرې اترې وکړې.
داراز، محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په دغو خبرو اترو کې، د مسوولینو له خوا د دې توقیفخونې پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، ژوندانه چارو، خوړو او نورو خدمتونو، د کمپلو، ژمنیو جامو، د حمام لپاره د تودو اوبو او د ژمي لپاره له نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو په اړه معلومات واورېدل او ډاډ يې ترلاسه کړ.
تر هغې وروسته، د ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د ياد ولایتو د توقیفخونې له تورنو سره له نږدې وکتل، د هغوی د ژوند او ورسره د مسوولینو له خوا د چلند له وضعیته یې ځان خبر کړ، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، او په هره برخه کې یې ورته د ادارې امکاناتو ته په کتو د رسېدنې ژمنه وکړه.
همداشان، پلاوي په دغې توقیفخونه کې ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه او دیني او عقیدتي درسونه وارزول، هغه یې د توقیفیانو په بیا روزنه او د بند د مودې پرمهال د وخت له ضایع کېدو څخه مخنيوي کې ډېر ارزښتمن وګڼل او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت د ښه والي په موخه ګټورې لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو او توقیفخونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

رجب المرجب ۲/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS