د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۱:۲۲
سفر به ولایات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د څار او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" په ګډون یو پلاوی لومړی بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د ښځينه زندان له مسوولینو او بیا له ښځینه بندیانو سره ولیدل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې لپاره مسوولین ځیر کړل. همداشان، پلاوي د بلخ ولایت په ښځينه زندان کې تعمیراتي چارې هم وارزولې او مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو یې په لنډ وخت کې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري. په ورته وخت کې، د محترم مولوي محمدیوسف" مستري" په مشرۍ یاد پلاوی تر بلخ وروسته فاریاب ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د محترم والي په شتون کې د فاریاب د زندان مسوولینو او پرسونل ته محترم مولوي سردار محمد د دې زندان د نوي رئیس په توګه معرفي او په چارو کې یې ورته د بریاوو هیله وکړه. داراز، د فاریاب ولایت د زندان د مخکیني رئيس کړنې او فعالیتونه یې وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني رئیس سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه. همد شان، محترم مولوي" مستري" ترهغې وروسته د فاریاب ولایت بندیانو سره له نږدې وکتل، د هر زنداني خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، او په هره برخه کې یې ورته د رسېدنې ژمنه وکړه. د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ نوموړي پلاوي تر فاریاب وروسته جوزجان ولایت ته خپل سفر وغځاوه او هلته یې هم په تللو سره د دغه ولایت له زندانه د لیدنې په ترڅ کې نوی امنیتي مرستیال په دنده وګوماره او له اړوند پرسونل اومسوولینو سره پر مربوطه مسایلو خبرې اترې وکړې او تر هغې وروسته یې له بندیانو سره په کتنه کې ورته د وینا پرمهال وویل، « دلته ستاسو د اوسېدو مناسب ځای برابرول، ساتل، د درملو برابرول، د سالمې بوختیا لپاره د صنعتي برخې فعالول او د دوسیو چټک څېړلو لپاره له قضايي اورګانونو سره همغږي زموږ لوی مسولیت دی، خو له تاسو هم غواړ چې له دې امکاناتو مثبته ګټه واخلئ او وخت بېځایه تېر نه کړئ». په ورته مهال، محترم مولوي محمد یوسف" مستري" او مل پلاوي یې د جوزجان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له ښوونیزو ټولګیو او مدرسې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د یاد مرکز له محجوزینو سره یې ژمنه وکړه، چې د زده کړې په ښه توګه ترلاسه کولو په صورت کې به د دغه ولایت له عدلي او قضايي اورګانونو څخه د قانون او اوصولو په چوکاټ کې د دوی د بند د مودې د کمولو غوښتنه وکړي. د محترم مولوي محمدیوسف" مستري" په مشرۍ دغه پلاوی، تر جوزجان وروسته سرپل ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت د زندان د وضعیت ارزولو په موخه یې له مسوولینو سره خبرې اترې وکړې. په ورته مهال، د پلاوي مشر د سرپل ولایت د زندان له پرسونل سره په خبرو کې وویل: « ستاسو ښه چلند پر بندیانو مثبته اغېزه لري او د دې لامل کېږي، چې هغوی هم لکه تاسو ښه کارونه وکړي او د یو ګټور وګړي په توګه بیا له ټولنې سره یوځای شي». داراز، محترم مولوي محمدیوسف" مستري" د سرپل ولایت د زندان له بندیانو سره ولیدل او ورته یې د هغوی د اړتیاوو او روا غوښتنو د رسېدنې ډاډ ورکړ. د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف" مستري" په مشرۍ بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ته تللي پلاوي د یادو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره په لیدنو کې، د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي او نورو خدمتونو وړاندې کولو، د ژمي لپاره د امکاناتو، د حمام لپاره د تودو اوبو، د ژمنیو، حفظ الصحې او نورو اړتیا وړ توکو برابرولو په اړه هراړخیز بحث او په سمدستي توګه یې هغو بېړنیو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړه، چې په ولایتي کچه د حل وړ وې، او هغه چې حل یې ډېر وخت ته اړتیا لرله او د ادارې په مرکزي مربوطه مسوولینو پورې یي اړه لرله د هغوی له خوا د حل ژمنه وکړه. پلاوي دا خبره هم وکړه، چې دوی به هغه ستونزې چې د ادارې له وسه پورته وي په مرکز کې له نورو همکارو وزارتونو سره په همکارۍ حل کړي. داراز، پلاوي د یادو ولایتونو ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه او درسونه ارزولي او یاد پروګرامونه یې د بندیانو، تورنو او محجوزینو په بیا روزنه کې ډېر مهم ګڼلي او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت ښه والي لپاره لازمې لارښوونې کړې دي. د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د څار او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" په ګډون ټاکل شوي پلاوي، د بغلان او سمنګان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او د دغو زندانونو له مسوولینو او پرسونل سره یې د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث وکړ. همداشان، یاد پلاوي د نوموړو ولایتونو د زندانونو کاري او اداري شعبې، خوړو(اعاشې)، اباتې، برېښنا او بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده. جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۲۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د سفرونو په لړ کې دا ځل د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

ولایتي خبرونه:(بغلان، سرپل) د بغلان ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته ی

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو. . .

BACK TO NEWS