د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۱:۲
خوست

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت د رئیس محترم مولوي صديق الله "صديقي" په ګډون ټاکل شوی پلاوی، ياد ولايت ته ولاړ او هلته یې د زندان له مسوولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په ورته وخت کې، پلاوي د خوست زندان لپاره محترم عزیزالرحمان د نوي امنيتي مرستيال په توګه معرفي او په چارو کې يې ورته د برياوو هيله وکړه.
همداشان، پلاوي د ياد زندان له پخواني امنيتي مرستيال محترم نورولي شاه څخه د کړو خدمتونو له کبله مننه وکړه او د زندان له امنيتي پرسونل څخه يې نوي امنيتي مرستيال سره د لاښې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
داراز، نوموړي پلاوي د خوست ولايت د زندان ښوونيز او روزنيز بهير ارزولی او د ښه والي لپاره يې مربوطه مسوولينو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
همداشان، پلاوي د ياد زندان له پرسونل او بنديانو سره هم له نږدې کتلي او هغوی ته يې د نېک چلند ترسره کولو، له بديو ډډه کولو او نورو اصلاحي مسايلو د په پام کې نيولو په موخه لارښوونې کړې، چې د پرسونل او بنديانو د خوښۍ لامل شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين د ازادۍ سلب مرکزونو څخه ليدنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته هڅو په ترڅ کې توانېدلي چې د بنديانو، توقيفيانو او محجوزينو له حاله ځان خبر، په بېلابېلو برخو کې يې ستونزې حل او په نوموړو مرکزونه کې یې ورته د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ، ښوونيز، روزنيز او اصلاحي پروګرامونه پلې کړي.

ربېع الثاني۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS