د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د جوزجان او مزارشریف ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۵:۵۱
مزار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي عبدالفتاح فاتح په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ یادو ولايتونو ته سفر وکړ او هلته یې د نوموړو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو او پرسونل سره ولیدل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
همداشان، یاد پلاوي د دغو زندانونو له کاري او اداري شعبو، تعمیراتي، خوړو(اعاشې)، برېښنا او روغتیايي چارو او بېلا بېلو برخو د ارزونې ترڅنګ، د شتو ستونزو د حل لپاره له مربوطه مسوولینو سره بحث کړی.
پلاوي دا راز، د يادو زندانونو بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندانونو مسوولينو ته يې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
د یاد پلاوي په خبره، بندیانو هم له دوی سره د پرسونل چلند ښه ګڼلی، خو د دوسيو پر وخت څېړل یې یوه له مهمو غوښتنو څخه وه، چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو او خنډونو لرې کولو ژمنه شوې ده.
د محترم مولوي عبدالفتاح فاتح په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی وايي، دوی به د ولایتونو د زندانونو د کاري او اداري چارو ارزولو بهير کې هغه یادداشت کړې ستونزې، چې حل یې په اړوندو ولایتونو کې امکان نه لري، له ځان سره د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته رالېږدوي، څو یې په مرکز کې مناسبه حللاره ولټول شي.

ربېع الثاني ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېتې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږی سره د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس له محبوسینو سره د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وکړله

د نوموړې کمېټې له خوا په یادو مرستو شویو توکو کې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د جامو مینځلو پوډر او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو، نن(سې شنبې) د. . .

BACK TO NEWS