د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د پکتیکا ولایت د زندان لپاره نوی امر معرفي کړ
د محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د څار او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، تېره ورځ پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي محترم مولوي عبدالله "مختار" سره وکتل او د دې ولایت د زندان پر اړوندو مسایلو یې بحث وکړ، چې د محترم مختار له خوا پلاوي ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکول شو.
نوموړی پلاوی ترهغې وروسته د پکتیکا ولایت زندان ته ولاړ او د هغه ځای له پرسونل د لیدنې پرمهال یې محترم مولوي حبیب الرحمان "رحماني" د زندان د نوي امر په توګه ورمعرفي کړ.
د پلاوي مشر محترم مستري په خپلو خبرو کې د یاد زندان د مخکیني مسول له خدمتونو او کړنو مننه وکړه او ویې ویل، د مسوولینو ادلون بدلون د ښې حکومتولۍ یو اصل دی، نو د همدې لپاره ادارې پرېکړه وکړه، محترم رحماني چې یو مجاهد، په کار پوه او تجربه لرونکی شخص دی او له دې وړاندې یې په پوره صداقت او امانت د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده، تر دې وروسته به د پکتیکا ولایت د زندان د امر په حیث دنده ترسره کوي.
محترم مستري زیاته کړه: « موږ محترم رحماني ته په کارونو کې د بریا او پرسونل ته یې د پوره همغږۍ او د چارو ښه ترسره کولو هیله لرو».
داراز، پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، امنیتي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د دغو چارو لا ښه والي، د بندیانو د محاکماتي چارو د چټکتيا او د هغوی ستونزو ته د پروخت رسېدنې په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې کړې دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
ربېع الثاني ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
