د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پيغام!

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پيغام!

head

ګرانو وطنوالو!

زندان هغه ځای دی، چې د عدلي او قضايي بنسټونو تر رسمي او قانوني پرېکړې وروسته د مجرمينو ازادي په کې سلب او وجودي فلسفه يې دا ده، تر څو هغوی چې د هر دليل له امله مجرمانه عمل ترسره او بنديان شوي، باید په زندان کې ورته لازمې اصلاحي او د بيا روزنې زمینې برابرې شي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، څو هم په خپله او هم د بشري حقونو له نړيوالو همکارو بنسټونو او ارګانونو سره په ګډه د زندانيانو د بشري حقونو د رعايتولو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.

همداشان، دغه اداره د قانون د تنفيذ، د نظم راوستلو او د بنديانو ترمنځ د ګډ سوله ييز ژوند پروړاندې ځان مسؤل ګڼي.

دغه راز، موږ ژمن یو چې د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې نارینه او ښځینه زندانیانو لپاره د ځانګړو لنډمهالو او اوږدمهالو ښوونیزو او روزنیزو برنامو د عملي کولو، کارځایونو او فابریکو جوړولو کچه لوړه کړو، څو دوی وکولی شي د حبس مودې له پوره کېدو وروسته ځان، کورنۍ او ټولنې ته ګټه ورسوي.

 

په درنښت

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس

مولوي محمدیوسف "مستري"