د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ښوونیز مرکز کې د مرکزي محبس، ښځینه محبس، توقیفخونو، د مخدره توکو ځانکړي امنیت لرونکي محبس او د قطعې قرارګاه  (۶۲) تنو کارکوونکو ته یو میاشتنۍ  ښوونیز او روزنیز کورس پیل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۴۳
نظامی

دغه کورس، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونیز مرکز له خوا جوړ شوی چې ګډونوالو ته د دندو لایحو، د معلوماتو دقیق تحلیل، د زندانونو امنیتي وضعیت د لا ښوالي، د بندیانو سره ښه چلند د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، امنیت، د نظامي نظم او ډسپلین او مسلکي زده کړې ورزده کول کېږي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله مولانا په داسې حال کې، چې د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله "درویش" او د دې ادارې د ښوونیز مرکز قوماندان محترم مولوي محمود "فیاض" د نوموړي مرکز استادانو او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، د یاد کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: « ټول نظام په ځانګړې توګه دا اداره تاسو ته سترګې په لار ده، نو د ښوونکو له خوا چې درته کومې زده کړې درکول کېږي په غور سره زده، په خپلو چارو کې یې عملي او د خپلو مشرانو اطاعات وکړئ».

داراز، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د ښوونیز مرکز قوماندانۍ د کورس ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د زندانونو چارو د تنظیم اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوې مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

همداراز، د ادارې د نظامي ښوونې او روزنې د قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله "درویش" د کورس ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړله، چې ادارې ستاسو د ښې روزنې لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې نو لازمه ده چې دغه فرصت څخه ګټه پورته، نظام او خپل ولس ته خدمت وکړئ.

د یادونې وړ بولو، چې د دغه کورس ګډونوالو ته د زده کړو بشپړولو وروسته به د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ له خوا د فراغت د سند په توګه تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.

 

جمادي الاول ۲۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ښوونیز مرکز کې د مرکزي محبس، ښځینه محبس، توقیفخونو، د مخدره توکو ځانکړي امنیت لرونکي محبس او د قطعې قرارګاه  (۶۲) تنو کارکوونکو ته یو میاشتنۍ  ښوونیز او روزنیز کورس پیل شو

دغه کورس، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونیز مرکز له خوا جوړ شوی چې ګډونوالو ته د دندو لایحو، د معلوماتو دقیق تحلیل، د زندانونو امنیتي وضعیت د لا ښوالي، د بندیانو سره ښه چلند د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبرونه ( بادغیس، میدان وردګ ) د بادغیس ولایت په زندان کې د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د عقیدوي زده‌کړو ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت زندان د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري، د یاد زندان د آمر په شتون کې د دغه زندان له ټولو ملکي او نظامي منسوبینو څخه د عقیدوي زده‌کړو تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه.

. . .

BACK TO NEWS