د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې د همغږۍ لاښوالي او راپور په اړه خبرې وکړې.
داراز، د کارکوونکو چارو رئیس د سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله؛ « له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې خپل مسوولیتو نه په ښه توګه ترسره کړی».
همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره دا ډول سمینارونو جوړول د کارکوونکو کاري وړتیا د لوړونې په موخه ګټور یاد کړل.
ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
