ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو
د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې خپلواک ژوند ولري او د کار له لارې خپل عاید تأمین کړي.
همدارنګه، دا ډول پروګرامونه د زندانیانو په ذهني او رواني حالت مثبت اغېز لري او هغوی ته د بوختیا سالم فرصت برابروي.
په ورته وخت کې، یو شمېر ښځینه زندانیانو د دې پروګرام هرکلی سربېره زیاته کړله؛ چې د خیاطۍ زده کړه به ورسره مرسته وکړي تر څو له ازادېدو وروسته د کار زمینه ولري.
کندز: د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
ذوالقعده ۱۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
