د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴۷
رییس دفتر

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد  په مشرۍ پلاوي د دې زندان د خوړو ، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ذوالقعده ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د (اسلامي نظامي پیاوړتیا) تر سرلیک لاندې د کرکټ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

دغه سیالۍ، چې د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د نظامي پرسونل د کرکټ پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، په پای لوبه کې د قطعې (اتفاق) لوبډلې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو نوي شاپونه پرانېستل شول

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو د اصلاح، ځان بسیاینې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ادغام په موخه، د ډاکار موسسې له لورې د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندان. . .

BACK TO NEWS