ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
ولایتی

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د قران کریم له ناظرې زده کړو فارغې شوې.

 په دې اړه جوړه شوې فراغت غونډه کې، د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د شرعي پردې تر شا ښځينه زندانيانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د زده کړو او اصلاح له دې ښه فرصت څخه باید ګټه پورته شي او هغه ديني علوم چې په زندان کې يې ترلاسه کړي، په خپل راتلونکي ژوند کې عملي کړي، هغه زیاته کړله؛ چې د قرآنکريم لارښوونې، د رسول الله ﷺ سيرت او د اسلامي اخلاقو پيروي د انسان د ژوند د سمون، نېکمرغۍ او برياليتوب سبب ګرځي، نو اړينه ده چې له دې زده کړو څخه د ژوند په هر ډګر کې ګټه واخېستل شي.

همداراز، مولوي سعيد ټينګار وکړ، چې د اصلاح او روزنې موخه يوازې د بند موده تېرول نه دي، بلکې دا ده چې انسان له تېرو تېروتنو عبرت واخلي، خپل فکر او عمل سم کړي او د ټولنې لپاره يو ګټور شخص په توګه وګرځي.

 د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولايت د زندان اړوندو بلاکونو کې زندانيانو ته د سيرت النبي ﷺ، ناظره قرآنکريم، حفظ، تفسير، عصري او حرفوي زده کړو بېلابېل پروګرامونه روان دي، چې تر دې مهاله ترې ګڼ شمېر زندانيان فارغ شوي دي.

بلخ:

د چارو ادارې په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د چارو ادارې د امنیت او دفاع رئیس محترم مولوي احسان الله "احسان" په مشرۍ پلاوي نوموړي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان نوې ودانۍ له رغنېزو او روانو چارو د ارزونې سربېره له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د بلخ ولایت د نوي زندان له رغنیزو چارو څخه په لیدنه کې د پروژې پرمختګ، تطبیق او څرنګوالي ارزونه وکړله.

همداراز، پلاوي د یادو رغنیزو چارو اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړله، چې په چارو کې باید له اخلاص او صداقت څخه کار واخلۍ، څو یو بنسټیز او معیاري ودانۍ جوړه شي.

د یادونې ده، چې د بلخ ولایت نوي زندان رغنیزې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تعمیراتي چارو ستونزې به هوارې شي.

 

نورستان:

د  نورستان ولایت د زندان نوي نظامي مدیر په دنده پيل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ د لارښوونې سره سم او اړتیا ته په کتو د د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم سمونمل احسان الله "محسني" د نوموړي زندان د نوي نظامي مدیر په توګه اړوندو ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د یاد ولایت د ښاري محکمې رئیس محترم مفتي  محمد سعید "احمدي" د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" او یو شمېر نور مسوولین هم وو، د مخکیني نظامي مدیر کړنې او فعالیتونه وستایل او له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني نظامي مدیر سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د دې زندان نوي نظامي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د دې باور له امله د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ ترسره کوي.

 

ذوالقعده ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، میدان وردک) د پکتیکا ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړله

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس زندانه لیدنه وکړله

د محترم مولوي عبدالشکور"طیب" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال لمړی د یاد زندان له امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" سره د لیدنې پرمهال د زندانیانو لپاره د لا غوره. . .

BACK TO NEWS