د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کونړ ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره مولوي رحمت الله" محمد " د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
کنر

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي چارو معاونیت مدیر محترم سمونوال حبیب الله "اکبري"، د کشف او اوپراتيفي مرستیال محترم سمونوال مولوي محمود "فیاض"، د پلان او اوپراسیون مدیر محترم سمونوال مولوي شاه محمد "مفکر"، د تخنیک مدیریت مرستیال محترم سمونمل قاري ذاکر او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د زندانونو په چارو کې د نظم، امنیت او مسلکي مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د نوي نظامي مدیر ټاکنه به د یاد زندان په امنیتي او اداري چارو کې د لا ښه والي سبب شي.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق نوي ګمارل شوي نظامي مدیر ته سپارښتنه، چې خپله دنده په پوره صداقت، ژمنتیا او مسلکي اصولو سره ترسره کړي او د زندانیانو د ساتنې تر څنګ، د قانون پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

بل لور ته، نوي معرفي شوي نظامي مدیر هم ډاډ څرګند کړ، چې د ورسپارل شویو مسوولیتونو د سم ترسره کولو لپاره به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او د زندان د امنیت د ټینګښت او نظم د تأمین لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

تر دې وروسته، د محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د کونړ ولایت د زندان د پایوازۍ بهیر ترڅنګ، له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

ذوالقعده ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS