د زندانونو چارو د سمون ادارې او د پوهنې وزارت ترمنځ د زندانیانو د ښوونیزو او روزنیزو برنامو او د مخکینیو لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د لا ښه عملي کېدو په موخه غونډه ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۲۸
تعلیم تربیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او د پوهنې محترم وزارت د سواد زده کړو استازو محترم رمضان "همت"، محترم فرهاد "معصومي"، د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست استازو عبدالحی "حامي"، حقیق الله "عقیق" او د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست استازي عبدالقادر "حبیبي" په ګډون د دې غونډې پرمهال، د یادې ادارې اړوند زندانونو کې د زندانیانو لپاره د معیاري ښوونیزو برنامو او د دواړو اورګانونو ترمنځ د مخکینیو لاسلیک شویو هوکړه لیکونو ښه تطبیق په هکله هر اړخیزې خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس د غونډې ګډونوالو ته زندانیانو ته د روانو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د لاسته راوړنو ترڅنګ، د شته ستونزو په اړه هم شریکې کړې، چې د پوهنې محترم وزرت استازو له خوا یې له خپلو مشرانو سره د حل په موخه عملي ګامونه پورته کولو لپاره د هغو د شریکولو ژمنه وشوه

د یادونې وړ بولو، چې دمګړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د نورو اړوندو امارتي اورګانونو په همکارۍ د دې ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې ښځينه او نارینه محبوسینو، محجوزینو ماشومانو او توقیفیانو لپاره د ديني، عصري او کسب زده کړو او ورزشي روزنیزو او تفرېحي برنامو بهیر په منظم ډول روان دی او ګڼ شمېر زندانیان له دې فرصته ګټه اخلي، څو له ازادېدو وروسته وکولای شي په ټولنه کې مثبت رول ولوبوي.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امری

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوی په داسې حال کې، چې د دې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" ورسره و، د نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال، د یاد م. . .

BACK TO NEWS