د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۴۱
قصبه

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړې توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي توقیفخونې له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

همداراز، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د یادې توقیفخونې توقیفیانو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو  د بند مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د کابل ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې د توقیفخونې لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د یادې توقیفخونې لپاره یې د ښو خدماتو په پار د مسوولینو کړنې وستایلې.

 

شوال المکرم ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS