ولایتي خبرونه: (ننګرهار، هرات) د ننګرهار ولایت د امنيې قوماندان د یاد ولایت د زندان څخه ليدنه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۴۶
lkl

د دغه ولايت د امنيې قوماندان الحاج مولوي محب الله "حماس" په پېل کې د ننګرهار د زندان له رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"سره د لېدنې پرمهال د زندان پر عمومي وضعیت او زندانیانو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

  تر دې وروسته، مولوي حماس د دې زندان زندانیانو سره هم له نېږدې ولیدل او د زندانيانو خبرې او غوښتنې یې واورېدې او هغوی ته یې په خطاب کې وویل؛ هڅه وکړئ په خپلو اخلاقو او ژوند کې مثبت بدلون راولی او له شته ښوونیزو او روزنیزو فرصتونو څخه په پوره ګټې اخيستنې سره د روښانه راتلونکي لپاره ګټور ګامونه واخلئ.

هغه زياته کړله، چې د حرفوي زده کړو له لارې زندانيان کولای شي داسې مهارتونه زده کړي چې له خوشې کېدو وروسته يې په عملي ژوند کې ترې ګټه واخلي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولايت د زندان رئيس د امنيې قوماندان له دې ليدنې هرکلی او مننه وکړله، او دا يې د زندانيانو د روحيې د پياوړتيا او د چارو د لا ښه والي لپاره مهم ګام وباله.

همداشان، مولوي سعيد وويل؛ اوسمهال په ننګرهار زندان کې د منظم درسي پروګرام ترڅنګ د بېلابېلو حرفوي زده کړو ټولګي هم فعال دي، چې ګڼ شمېر زندانيان پکې برخه لري.

هرات:

د هرات ولایت د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، خوړو د غاښونو کریم او برسونه، او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، یاد محجوزینو باندې د نوموړې موسسې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان مسوولینو د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

شوال المکرم ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS