ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو له زندانونو څخه چې ښځینه او نارینه محبوسینو په شمول (۱۵۱) تنو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او د (۱۲۰) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هېواد په ټولو زندانونو کې هم دغه بهیر پیل او عملي شي.
رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
