د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخې له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵۲
نظامی

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس مل پاسوال محترم مولوي عبدالشکور"طیب"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان مل پاسوال محترم  مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر د نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو، هغوی ته مناسب امنیتي چاپېریال برابرولو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: « اطاعت،  یو بل سره ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

همداشان، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړله، چې د یادې ادارې نظامي تجهیزاتو څخه د ښې ساتنې سربېره تل د استفادي لپاره باید چمتو وي.

 

رمضان المبارک ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵
Background image

ولايتی خبر:(جوزجان) د جوزجان ولایت د زندان له زندانیانو او توقیفیانو سره  د یاد ولایت والي له لورې د یوې اندازې خرما مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت والي محترم مولوي  عبدالله "سرحدي" له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د ۵۰ کارتنو خرما مرسته وشوه

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخې له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس مل پاسوال محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۸
Background image

ولایتي خبر: (ننګرهار) د ننګرهار ولایت د زندان زندانیانو ته د عطاء خيريه بنسټ له لوري روژه ماتي برابر شو

دغه روژه ماتی، د ننګرهار ولايت د زندان د مسوولینو په هڅو او د عطاء خيريه بنسټ له لوري د ننګرهار زندان شاوخوا ۱۰۰۰ تنو زندانيانو ته د روژه ماتي تيار شوی خواړه ووېشل شول.

د نوموړي زندان. . .

BACK TO NEWS