د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخو یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۱۶
جلسه نظامی

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د یاد معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره ولیدل.

داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق نوموړو مسوولینو سره د سلسلې مراتبو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، نظامي یونیفورم څخه د استفادې، مسلکي زده کړو  او اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې د نوموړي ادارې سرپرست او  د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو پر مهال وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

 داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د ګډ کار، مسلکي چلند او ښې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته یې سپارښتنه وکړله څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او د تقنیني اسنادو سره سم پر وخت ترسره کړي.

 

جمادي الثاني ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS