د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان، د دې ولایت ښځینه محبس او د بلخ ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د ژمنیو، حفظ الصحیې او اړتیا وړ توکو مرسته وشو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۸
balkha

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د سره صلیب موسسې له لورې چې په کې کمپلې، څادرونه، جورابې، زیر پوشي، صابون، د کالیو پرمنځلو پوډر او د غاښونو کریم او برسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یادو زندانونو پر محبوسینو باندې د نموړې موسسې د مسوولینو په حضور کې  ووېشل شول.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" د یادو مرستو د هرکلي ترڅنګ د سره صلیب او نورو مرستندویه بنسټونو څخه له یادې ادارې سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

 همدارنګه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" نوموړې موسسې څخه د مننې  سربېره، یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

 

جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS