د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز سمینار څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د کشف (۴۲) تنو امرینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۲:۵۶
سیمینار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز سمینار څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۲) تنو د کشف امرینو د یوې میاشتې زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې زندان ته د ممنوعه توکو د قاچاق څخه د مخنیوي، د محبوسینو انتقال، د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، زیاته کړله، د دې ادارې رهبري هڅه کوي چې د ولس سره د ښه چلند په کولو کې تاسو ته لازمې اسانتیاوې کړي چې په چارو کې مو کوم خند او ځنډ رامنځته نه شي څو چارې په بریالیتوب سره ترسره کړ ئ.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال زیاته کړله، په در سپارل شویو مسوولیتونو کې غفلت ونه کړئ، خپلو ورځینیو چارو کې ځیرک او بیداره اوسئ او زندانیانو سره د خپلو نیکو اخلاقو په ښودولو داسې احساس ورکړئ چې هغوی ستاسو د ښو اخلاقو متاثره او داسې وروزل شي چې په راتلونکې کې ګټور وګړو په څېر هېواد ته د خدمت جوګه شي.

داراز، محترم مولوي عبدالشکور طیب او محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" ګډوانولو ته د فراغت د مبارکۍ وایلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل هغه څه مو چې دلته زده کړي دي، خپلو عملي چارو کې ګټه ترې پورته او خپلې چارې په ښه دقت، رېښتینولۍ او ښه ډول مخ ته یوسئ.

یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز او مسلکي کورس (۴۲) تنو ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

 

ربېع الاخر ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS