ولایتي خبرونه: ( پکتیا، بغلان) د پکتیا ولایت په زندان کې د بیا رغونې چارې دوام لري
د پکتیا ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په یاد زندان کې د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د پکتیا ولایت د زندان د رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" په خبره، د نوموړي زندان رنګمالي او د ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به بشپړې شوې.
همداشان، نوموړي مسوولین وايي، د دغه زندان د بیا رغونې چارو بشپړېدو سره به زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د یو بل خبر له مخې، بغلان ولایت د زندان د عمومي بلاک یو رینګ رنګمالۍ چارې بشپړې شوې.
ربیع الاخر ۱/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
