د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سیمو ته د غمشریکۍ او  د مرستو په موخه سفر وکړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
کنر

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د روغتیا رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزی"، د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، نوموړي ولایت ته د دې لویې غمېزې له امله د خپل سفر په ترڅ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د خواخوږۍ او غمشریکۍ  پیغام رسولو ترڅنګ، (۱۶۵۰) کمپلې، (۴۸) قلمه بېلابېل طبي درمل او طبی تجهیزات، (۲۰) ویلچیرونه، (۲۰۰) بالښتونه، (۵۰۰) تنو ته پخه ډوډۍ ، برښنایي څراغونه، یو شمېر زیاته البسه، او یو اندازه د اړتیا وړ نور توکي په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو باندې وویشل.

همداشان،  پلاوي د کونر او ننګرهار ولایتونو له عامې روغتیا سره د زلزلې زیانمنو لپاره یو شمېر درمل او طبی تجهیزاتو مرسته هم وکړله.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر وویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري، مسوولین او ټول ملکي او نظامي پرسونل او حتی زندانیان چې له دې دردوونکې پېښې خبر شوي ډېر زیات خپه، دردمن او په دې غمیزه کې ځان شریک ګڼي.

همداراز، نظامي مرستیال د مزار درې وروستۍ زیانمن شوې نقطې د لیدنې ترڅنګ ځایي خلکو او د زلزلې قربانیانو ته کلینیک فعال او اوسېدونکو ته په عاجله توګه روغتیایي خدمات پیل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال زیاته کړله، « موږ ټول د خدای(جل جلاله) لوی دربار ته د دعا لاسونه لپه کوو او ترې د دې پیېښې له امله شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د دوی کورنیو او نورو زیانمنو ته د زړه له تله د لوی صبر او اجر غوښتنه کوو او هیله مند یوو، چې د زندانیانو د ساتنې او پالنې ترڅنګ په دا ډول حالاتو کې هم تر خپلې وسې د قدرمنو هېوادوالو په خدمت کې واوسو».

 

ربیع الاول ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS