د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز کابل او د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د حفظ او مراقبت امرینو او مدیرانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو اونیز سمینار پای ته ورسېد

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۱
فراغت

دغه سمینار چې د دې ادارې د تعمیراتو ریاست له لورې د سمینار ګدونوالو ته په لاره اچول شوی و، د دې ادارې تکړه او تجربه لرونکو استادانو له لورې د زندانونو د فورمه جاتو، برښنايي سیستم ، جنراتور او نورو اړوندو تخنیکي برخو کې هر اړخیر معلومات ورکړل شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبد الرحمن "عابد" په داسې حال کې، چې د مرکز او ولایتونو مسوولینو هم شتون درلود، په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د زندانیانو د ښې پالنې او سالم چاپېریال برابرولو کې خپل مسوولیتونه په پوره صداقت سره سرته ورسوئ او له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو عملي چارو کې ګټه پورته او د خپلو د مشرانو اطاعت وکړئ.

همداراز، د سمینار ګډونوالو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه د دا ډول روزنیزو سمینارونو جوړولو په پار مننه وکړله، او په راتلونکي کې دې ته ورته نورو ګټورو پروګرامونو غوښتونکي شول.

یاد مراسم، د زندانونو چارو د سمون ادارې له لخوا د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې او ډالیو  پر ورکړې او دخير په دعايې سره پای ته ورسېدل.

 

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سمنګان، جوزجان) د سمنګان ولایت د زندان نظامي مدیر د دې ولایت د روی دو اب، خلم او د کوزې صوف درې ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د نوموړي ولایت  د روی دو اب، خلم او د کوزې صوف درې ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۱۰
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، پکتیکا) د جوزجان ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (الحق المبین )کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېده

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۲۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه،  د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د البرز فکري او فرهنګي ادارې او د نوموړي زندان د ښوونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز کابل او د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د حفظ او مراقبت امرینو او مدیرانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو اونیز سمینار پای ته ورسېد

دغه سمینار چې د دې ادارې د تعمیراتو ریاست له لورې د سمینار ګدونوالو ته په لاره اچول شوی و، د دې ادارې تکړه او تجربه لرونکو استادانو له لورې د زندانونو د فورمه جاتو، برښنايي سیستم ،. . .

BACK TO NEWS