د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ارزګان ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۵۷

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس نظامي مسوول محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، لومړی د نوموړي زندان له رئیس محترم مولوي عبد الاحد"حاجي طالب" سره وکتل او پر اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په دغو خبرو اترو کې، د دې زندان پرسونل او زندانیانو لپاره د روغتیايي، ژوندانه چارو، خوړو او نورو د اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو ارزونه وکړله او ډاډ یې ترلاسه کړ.

تر هغې وروسته، زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د ياد ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی د ژوند او ورسره د مسوولینو له خوا د چلند له وضعیته یې ځان خبر کړ، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، او په هره برخه کې یې ورته د ادارې امکاناتو ته په کتو د رسېدنې ژمنه وکړله.

داراز، پلاوي د ارزګان ولایت د زندان ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه، دیني او عقیدتي درسونه وارزول، هغه یې د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو په بیا روزنه کې ډېر ارزښتمن وګڼل او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت د ښه والي په موخه ګټورې لارښوونې وکړې.

همداراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت له نږدې وارزوه او د زندانیانو لپاره د لا خوندي چاپیریال په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

صفر المظفر ۳۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS