د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي د کابل ولایت د مخدره توکو د ځانګړي زندان ښوونیزې چارې و ارزولې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۴۳
تعلیمی

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او مل پلاوي په پیل کې د مخدره توکو د ځانګړي زندان له امر محترم مولوي نعمت الله  "زید" سره ولیدل او د دغه زندان ښوونېزو چارو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

تر دې وروسته، محترم مولوي ناصري د نوموړي زندان د دیني او عصري زده کړو له روان بهير څخه هم ارزونه وکړه او مسوولینو ته یې زیاته کړه:« د زندانونو  چارو د سمون اداره تل هڅه کوي څو په زندانونو کې ښوونیزې چارې لاغښتلې او په دې برخه کې باتجربه ښوونکي او روزونکي وروزي څو پر مټ یې محبوسین وکولی شي په راتلونکي کې له ورکړل شوېو زده کړو او وړتیا څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.

په پای کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" د نوموړي زندان درسي تولګیو څخه لیدنې ترڅنګ،  استادانو ته لارښوونه وکړه چې د زندانیانو په روزنه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلي وکړي.

 

محرم الحرام ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

په دې اړه په جوړ. . .

BACK TO NEWS