د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۲:۲۲
پالیسی

په ياده ناسته کې د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" د  اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاریقل ادیب، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله بکتاش او شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د عوایدو پر زیاتوالي، د لاښې همغږۍ، چارو لا ښوالي، غوره پلان جوړولو، سهولتونو او خدمتونو برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر ګډونوالو هم په اجنډا کې د شاملو مسایلو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

 

ذوالحجة الحرام ۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS