د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۳:۱
نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د روغتیا رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزی"، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل " حکمت " او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د پکتیا ولایت له زندان څخه د لیدنې تر څنګ، د دې ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې  وکړې.
دا راز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي لومړی د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمه لارښوونه وکړله چې د نوموړو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.
همداراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله پدر  په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز، پلاوي د پکتیا ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې. 
د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.

ذوالحجة الحرام ۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS