د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت په مرکزي زندان کې د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر ختم ترسره شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۹:۴۷
تعلیم تربیه

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت د څرخي پله  په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر ختم په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د ښوونې او بیا روزمې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او د ادارې مسوولینو او یو شمېر نورو دیني علماوو ګډون درلود.

په دې مراسمو کې د زندانونو چاور د سمون ادارې نظامي مرسیتال په خپلو خبرو کې د ادارې د ښوونې اوبیا روزنې ریاست له مسوولینو څخه د داسې ګټورو برنامو په پار خوښي وښوده او زیاته یې کړله، کوښښ کوو څو د زندانیانو لپاره مخکې د بند مودې د پایته رسولو داسې برنامې په لاره واچوو چې نوموړي په راتلونکي کې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه او په ناوړه اعمالو لاس پورې نه کړي.

دغه راز، محترم قاري "بدر" زندانیانو ته لارښوونه وکړله چې په زندان کې له یادو فرستونو څخه ګټه واخلي څو یې هم دنیا او هم اخرت ښایسته شي.

داراز، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي ناصري دیادو مراسمو ګډونوالو زندانیانو ته په خپلو خبرو کې وویل، زندان د اصلاح ځای دی او له زندانیانو څخه یې وغوښتل چې دلته په خپلو کړو خطاوو او جرمونه توبه وباسي او د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د دیني، عصري او حرفوي  زده کړو په بهیرونو کې ګډون او پرې عمل وکړئ.

په پاي کې دغه مراسم د ښونې او بیا روزنې ریاست له لورې د قران کریم د تفسیراو ترجمعې استادانو ته د ښه تدریس په موخه ډالۍ او تصدیق پانې ورکړ شوې

د یادونې وړ بولو، چې نوموړې اداره د دې ترڅنګ د ټولو زندانیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده، څو یې پرمټ زندانیان وکولی شي د بند تر مودې پایته رسېدو وروسته په راتونکي ژوند کې ترې مثبته ګټه پورته او له ناوړه کړنو لاس واخلي او خپل هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.


 

رمضان المبارک ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS