د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د کندوز ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۵
کندز

محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" د یادې لیدنې پرمهال له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څارنه او کنټرول وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د ځینو نیمګړتیاوو پوره کولو او امنیتي خلاګانو ډکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د کندوز ولایت د زندان د زندانیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.

داراز، پلاوي د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیایې برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د لا ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ازادۍ سلب پر ټولو مرکزونو څارنه ولري، مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

 

رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS