ولایتي خبرونه( پکتیا، هلمند، بغلان، بامیان ) پکتیا ولایت د زندان ملکي پرسونل ته یو ورځینی سمینار ترسره شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۱۳
ولایتی

دغه سمینار چې د پکتیاد زندان مسوولینو له لورې  د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه  جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د پلان جوړونې او د کاري چارو ښوالې په موخه هر اړخېز معلومات وړاندې شول.

همدا شان،  د دې  ولایت د زندان مسوولینو هم دا ډول پروګرامونه د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په هدف غوره وبله او ګډنوال یې وهڅول څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د هلمند ولایت د مقام له لورې د دې ولایت  زندانیانو ته روژه ماتی ورکرل شو.

 

د روژې مبارکې میاشتې د درناوي او بندیانو سره د همدردۍ په موخه د دې ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي له خوا  ۱۰۰۰ تنو زندانیانو ته روژه ماتی ورکړل شو.

داراز، د هلمند ولایت د زندان مسوولینو د والي څخه د مننې ترڅنګ په نوور شتمنو کسانو هم غږ وکړ چې په دې مبارکه میاشت کې د زندانیانو او بې وزلو کسانو لاسنوي وکړي.

همداراز، د نوموړي ولایت زندانیانو د ولایت د مقام د همدردۍ څخه د مننې ترڅنګ دا کار یې د دوی روحیې په لوړولو  او  په اصلاح کې مثبت ګام یاد کړ.

 

 

بلخوا بیا، د بغلان ولایت د زندان سره د (جي پي) موسسې لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ نورو توکو مرسته وشوه.

 

دغو مرستو کې چې کمپلې، پټوګان، د غاښو کریمونه او برسونه، د مینځلو او  یوه اندازه د اړتیا وړ نور توکي شامل ول د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو په همغږۍ سره د دې ولایت د زندان په ۴۰۰ زندانیانو د یادې موسسې استازو په حضور کې وویشل شول.

د نوموړي زندان مسوولینو په وینا، یاده اداره هڅه کوي څو کورنيو او نړېوالو خیریه بنسټونو مرستې جلب او په مټ یې زندانیانو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

 

 

ورته مهال، د بامیان ولایت زندان سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د ۴۰ کیلو خرما مرسته وشوه

 

د غه مرسته چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لورې شوې وه، د دې ولایت اړوندو مسوولینو له خوا په زندانیانو وویشل شوه.

 

رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS