ولایتي خبرونه (هلمند، سمنګان) د هلمند ولایت زندان مسوولین چې د دې ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست استازو هم شتون درلود، د سنګین ولسوالۍ توقیفونې رغنیزي چارو څخه لیدنه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
ولایتی

د هلمند ولایت د زندان مسوولینو چې د نوموړي ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم هم شتون درلود، د دې ولایت د سنګین ولسوالۍ د توقیفخونې روانې رغنیزې چارې له نږدې وارزولې او قراردادي شرکت مسوولینو ته یې د چارو د لا ښه او بنسټېز ډول د ترسره کوولو سپارښتنه وکړله.

د مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړېږي، پرمټ به یې هم پرسونل ته د کار کولو ښه فضا او هم توقیفیانو ته د اوسېدو مناسبه زمینه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

 

د یوبل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د زندان سره د ملي سودا ګرو له لورې د خوراکي توکو مرسته وشوه

 

په دې مرسته کې چې خرما، قیماق، مربا او یو شمېر نور خوراکي توکي شامل ول، د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو ته وسپارل شول.

د سمنګان ولایت د زندان امر د نوموړي سوداګر څخه په مننې د هېواد له نورو سوداګرهم وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د بندیانواو بېوزلو کسانو لاسنیوی وکړي.

داراز، ملي سوداګر محترم عتیق الله "عزیزي" ژمنه وکړله چې په راتلونکي کې به هم له یاد زندان سره خپلې مرستې ونه سپموي.

 

رمضان المبارک ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت  

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS