د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت د زندانیانو روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۲
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړله او له مسوولینو سره یې د زندان او زندانیانو د وضعیت، په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.

د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د زندان د لوجستیک، صنعتي، کانیتین پلان او اپراسیون، کشف، د تخنیک شعبې ، قراولونه، ټاورونه، او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه ورازولې او په دې تړاو یې د دې زندان اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ ولایت د زندان د زندانیانو د خونو یا سلولونو حالت له نږدې وکوت، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او روا غوښتنو ته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولین هم متوجه کړل.

 

رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سیمو ته د غمشریکۍ او  د مرستو په موخه سفر وکړ

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د روغتیا رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزی"، د شخصیتي دوسیو امر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

ولایتي خبر(جوزجان) د جوزجان ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان امر محترم ملا عبد الباري "مخلص" وویل، د یاد زندان امرینو او ساتونکو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د یو شمېر نقدو پیسو مرسته وشوه، چې په زلزله کې خلک سخت زیانمن شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

 په دغه ناسته کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې جوړه شوې وه، د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سید محمد "سعید" او د زندانونو چارو د. . .

BACK TO NEWS