ولایتي خبرونه( غور، بادغیس) غور ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۵:۱۶
بادغیس

د زندانونو چارو د سمون ادارې د محترمې رهبرۍ او د غور ولایت د زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو په دوام، دا ځل د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې بهیر پیل شو.

د یاد ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.

همدا راز، نوموړو مسوولینو د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو څخه وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه پوره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.

په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د زدهکړو دا بهیر یې مثبته وګڼله او ورته د نورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې، د باد غیس ولایت د زندان ملکي او نظامي پروسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار ترسره شو

 

د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د زندان مسلکي ښوونکو له لورې د یاد زندان  نظامي او ملکي کارکوونکو ته د اداري اسنادو د ساتنې، نظامي نظم او ډیسپلین په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دا راز ، د دې ولایت د زندان مسوولینو د سمینار ګډونوالو څخه وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو عملي چارو کې ګټه پورته کړي.

په پای کې، د سمینار ګډونوالو د یاد سمینار برابرول ګټور وباله او د زندان له مسوولینو یې مننه وکړله او په راتلونکي کې د ورته سمینارونو جوړولو غوښتونکي شول.

 

شعبان المعظم ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا ولایت په زندان کې ۴۰ تنو محبوسینو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې څخه ۴۰ تنه محبوسینو د حفظ او ناظرې دوره پایته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۳۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د ایران سفارت مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې ح

په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې حال کې، چې د نظامي چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبر(فاریاب، پکتیا،کونړ)

د فاریاب ولایت په زندان کې (۳۰) تنه محجوزین او ښځینه زندانیان د خياطۍ کورس څخه فارغ شول

د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد موسی" ایمل"د یادو مراسمو پر مهال وويل؛ په بېلابیلو برخو کې د. . .

BACK TO NEWS