ولایتي خبرونه ( ننګرهار، هلمند) د ننګرهار ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د تفسیر دوره پیل شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۹:۵۰
ولایتی

دغه دوره چې د دې زندان  د رهبرۍ په سپارښتنه، د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په پار  پیل شوه او د ادارې د تجربه لرونکو دیني عالمانو له خوا به پرمخ وړل کېږي.

د ننګرهار ولایت د زندان د رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" وویل چې د روژې مبارکې میاشتې په دې سپېڅلې او روحاني فضا کې د قرآن کریم د تفسیر دوره د ملکي او نظامي پرسونل د دیني پوهې زیاتولو په موخه پیل او د روژې مبارکې میاشتې  ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

محترم مولوي سعید د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل څخه وغوښتل چې په دې دورې کې په بشپړ ډول ونډه واخلي او له ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپل ورځیني ژوند کې ګټه پورته کړي.

 باید یادونه وکړو چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قران کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

 

د یو بل خبر له مخې، هلمند ولایت له زندانه سلګونه تنه محبوسین له عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

 

د هلمند ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ، یو شمېر هغه محبوسین چې د زندانونو چارو د سمون ادراې په هڅو یاد زندان کې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي وو خوشې او ځېنې  نور د حبس په موده کې له تخفیفه برخمن شول.

د نوموړي زندان مسوولین وايي، د دغه حکم له مخې د دې زندان (۱۵۲) محبوسینو د حبس پاتې موده عفوه او خوشې شول او (۱۰۲) تنو نورو ته د حبس په موده کې تخفیف ورکړل شو.

بل خوا، ازاد شویو کسانو د ا.ا. مسوولینو مننه وکړله چې دوی سره يې ښېګڼه وکړه ازاد کړل او همدا راز، د زندان مسوولینو یې هم مننه وکړه چې نوموړو ته یې په زندان کې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

نوموړو کسان ژمنه وکړله چې بیا به د اسلامي شریعت او د قوانینو خلاف عمل ترسره نه کړي او په ټولنه کې به د یو مصلح وګړي په څېر ژوند وکړي.

د یادونې وړ بولو، چې دا لړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې روانه ده.

 

شعبان المعظم ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS