ولايتي خبرونه(ننګرهار، بادغیس) د ننګرهار ولایت په زندان کې د ( توبې شپې) ترنامه لاندې مشاعره ترسره شوه
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې یو شمېر مسوولینو، شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون درلود، شاعرانو او ترانه خوانو د شعر په ژبه د ټولنې ستونزې بیان کړې.
داراز، د ننګرهار د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" وویل د یادې برنامه ترسره کولو څخه یې موخه زندانیانو لپاره د مثبت چاپریال برابر ول او هغوی د ادب او هنر له لارې د اصلاح او رغونې فکر ته هڅول دي.
نوموړي زیاته کړله، د ا.ا.ا. بیا واکمنېدو سره زندانونه د تعلیمي او اصلاحي پر ځایونو بدل شوي او زندانیانو ته د ديني ، عصري او حرفوي زده کړو زمینې برابرې شوي څو پر مټ یې هغوی د ټولنې رغنده غړي جوړ شي.
په ورته وخت کې ، د غونډې ګډونوالو دا ډول برنامو جوړول یې د زندانیانو د روزنې، د فکري ارامتیا او تفریح لپاره ګټورې یادې کړې او ورته برنامو د جوړولو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یو بل خبر له مخې، د بادغیس ولایت د ښځینه زندان او د ماشومانو اصلاح او روزنې له مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د ۴۵ کمپلو مرسته شوه
د یاد زندان مسوولینو په وینا، دغه کملپې د یونیسف موسسې استازو په شتون کې د دې زندان په ښځینه محبوسینو او محجوزینو په شفافه توګه وویشل شوې.
رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
