ولایتي خبرونه (بغلان، بدخشان، بادغیس) د یونیسف موسسې له لوري د بغلان ولایت د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۲
اقتصادی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د یونیسف موسسې له لورې د یاد ولایت له ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو توکو د مرستې له ‌ډلې چې کمپلې، جمپرونه، بوټونه، دستکشې، او د  اړتیا وړ نور توکي شامل وو، په روڼه توګه ووېشل شول.

په ورته وخت کې، نوموړو مسوولینو یادو مرستو په تړاو له همکارو موسسو څخه د خوښۍ ترڅنګ په دې ساړه موسم کې دغه مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

همداراز، د بغلان  ولایت د زندان له زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا د دغو سیالیو موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

 

د بدخشان ولایت د زندان له ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یا یونسیف له لورې د یاد ریاست او زندان مسوولینو په حضور کې په ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو کمپلې، جمپرونه، بوټونه، دستکشې او د اړتیا وړ نور توکي په شفافه توګه وویشل شول.

 

په ورته مهال، د بادغیس ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د مرکز محجوزنیو لپاره کالي،جمپرونه، بوټان او د اړتیا وړ نور ژمني توکي د دې زندان  مسوولینو په حضور کې د یاد مرکز محجوزینو ته وویشل شول.

 

جمادي الثاني ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS