د یونیسف او هایسو موسسې له لوري د سمنګان ولایت د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز محجوزینو سره د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یا "یونیسف" او هایسو موسسې له لوري په داسې حال کې چې د زندانونو چارو د سمون اداري د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د زندان او یو شمير نورو ولایتې مسوولینو هم شتون درلود ، د یاد ولایت له ښځینه محبس د زنداني میندو ماشومانو او د نوموړي مرکز په محجوزینو د ژمنیو او اړتیا وړ توکو د مرستې له جملې چې په کې جمپرونه، بوټونه، دستکشې، جورابې، د غاړې دستمالونه او یو شمیر نور توکي شامل وو، د پلاوي په شتون کې په روڼه توګه ووېشل شول.
په ورته وخت کې، پلاوي یادو مرستو په تړاو له یونیسف او هایسو موسسې څخه د خوښۍ ترڅنګ په دې ساړه موسم کې دغه مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
په پای کې، د یونیسف او هایسو موسسو استازو له لوریو په راتلونکې کې هم د مرستو د دوام ډاډ ورکړل شو .
جمادي الثاني ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
