د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د (۳۴) ولایتونو د زندانونو له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو ریاست کارکوونکو ته پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پیل شو‎

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۴۶
محاکم

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو ریاست له خوا او د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت د کریمنال تخنیک ریاست په ګډه همکارۍ په مخ وړل کېږي د مرکزي او ولایتونو د زندانونو (۹۰) تنو مسوولینو ته به د بایمټریک او ډېټابیس پېژندنې په اړه هر اړخیزه معلومات ورکړل شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د ادارې  یو شمېر مسوولینو او د کریمنال تخنیک ریاست د بایمټریک معاون محترم مولوي صالح محمد او ورسره مل پلاوي یې هم شتون درلود، ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې اداره یې تل کوښښ کوي څو  د هېواد په زندانونو کې  د کارکوونکو لپاره غوره او ارزښتمنې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې په اداري چارو کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

داراز، د نوموړي په وینا په دغه سمینار کې به ګډونوالو ته د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت د کریمنال تخنیک ریاست د پلاوي له لوري د دوه ورځو په موده کې به د بایمټریک په اړوند هر اړخیز معلومات او تجربې شریکې شي.

همداراز، د محترم مولوي حقیق په خبره: « د ادارې د تجربه لرونکي ټېم په مرسته یې د هېواد د زندانونو د عدلي او قضایي برخې د مسوولینو لپاره یو پرمختللی ډېټابیس جوړ کړی چې پرمټ یې د زندانیانو بند موده ثبت او اړوند چارې او معلومات په ښه ډول په کې پر مخ وړل کېږي او په اړه به یې د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو له لوري د یاد سمینار ګډونوالو ته د کارونې لازم معلومات ورکړل شي.

 

جمادي الثاني/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS