د ننګرهار په مرکزي زندان کې د والیبال سیالیو ټورنمنټ په لاره واچول شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۲۷
ننګرهار

د ننګرهار په مرکزي زندان کې د زندانیانو ترمنځ د ( سالمې روزنې) تر عنوان لاندې د والیبال دوستانه سیالیو ټورنمنټ پیل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید، د ملي المپیک د بدنې روزنې او ورزش رئیس او شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، زندانیانو ته ورزش د روغتیا او رواني سکون لپاره اړین یاد کړ او هغوی وهڅول چې د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ په ورزشي برنامو کې هم فعاله ونډه واخلي.

داراز، د ملي الملپیک د بدنې روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال په خپلو خبرو کې زندانیانو سره د ورزش په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له زندانیانو څخه يې وغوښتل چې خپلو جسمي او فکري پیاوړتیا لپاره ورزش ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه تورنمنټ چې د زندانیانو د والیبال لسو لوبډلو ترمنځ  پنځه ورځې دوام کوي، موخه یې د زندانیانو ترمنځ سالمې سیالۍ، بدني روزنې ته ودې ورکول او رواني فشار کمول دي.

 

همدې حال کې، د ننګرهار ولایت زندان د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو ته یو ورځینۍ سمینار ورکړل شو

د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او هایسو موسسې په همکارۍ  د نوموړي زندان ماشومانو د اصلاح او  روزنې مرکز مسوولینو ته په یو ورځیني ښوونیز او روزنیز سیمینار کې د کاري وړتیا لوړلو، محجوزینو ته د خوندي چاپېریال رامنځته کولو او د چارو ښه والي په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شول.

داراز، د دې د زندان مسوولینو دا ډول ښوونیز پروګرامونه د پرسونل د وړتیا لوړونې لپاره ګټور وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، څو په دې سمینار کې له ترلاسه کړیو معلوماتو او روزنو څخه د خپلو چارو په عملي برخه کې ښه ګټه واخلي.

ورته مهال، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د هایسو موسسې په همکارۍ  د دې مرکز محجوزینو ته د ناچاودېدونکو توکو څخه د ژغورنې په موخه عامه پوهای ورکړل شو

د هایسو موسسې استادانو له لورې د نوموړي مرکز محجوزینو ته د ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه هر اړخیر معلومات ورکړل شول.

همداراز، د سمینار په پای کې د یادې موسسې له لورې محجوزینو باندې یوه اندازه خوراکي توکې او قرطاسیه وویشل شول.

 

جمادي الثاني ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS