د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس په مشرۍ پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت د زندان د وضعیت ارزونې په موخه ولاړ او هلته یې د یادو ولایت له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد د دغه ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او د هغوي ستونزې یې له نږدې واوریدې، او ورته یې زیاته کړه؛ زندان ستاسو لپاره د اصلاح او روزنې ځای دی اړینه ده چې خپل ځانونه اصلاح او د بدو او ناروا کړنو څخه لرې پاتې شئ څو دلته د درکړل شویو زده کړو څخه په راتلوونکي ژوند کې ګټه پورته او د سالمو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یو ځای شئ.
په ورته وخت کې، نوموړو زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او له دوی سره د زندان د مسوولینو چالند یې ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
داراز، پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی جرمي دوسیو د ژر څېړلو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو سره یاد موضوع شریکه کړې ترڅو په خپل وخت ورته رسېدنه وشي.
په پای کې، د محترم قاري ګلزاد په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان ، د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا او بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې وارزولې او د شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همداراز، د سره صلیب نړېوالې کمېټې لخوا د ننګرهار ولایت زندان سره مرسته وشوه.
په دې مرسته کې ۱۱۱۱ توشکې او بالښتونه، ۲۷۵۲ متره مکعب فرش او راتلونکې اوړې لپاره ۱۰۹ کولرونه شامل ول چې د زندانونو چارو د سمون اد ارې مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد، د ادارې استازی محترم مولوي رحیم الله مدني په حضور کې د نوموړي ولایت د زندان په محبوسینو او محجوزینو وویشل شول.
د یاد ولایت زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" د یادې مرستې په ورکړې خوښي څرګنده کړه او د یاد بنسټ څخه یې وغوښتل چې د مرستو دا لړۍ جاري وساتي.
ربیع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
